colombe2

NEWSLETTER

EP10 - رمز شوي اړیکې

د واټس آپ WhatsApp ، مسنجر Messenger یا ټیلګرام Telegramڅخه د کار اخیستلو پرمهال ستاسو پیغامونه په رمز بدلیږي( یو څه د سوفټ ویر پورې هم تړاو لري) خو د هغو کسانو ادرس چې ورسره اړیکې ټینګوئ په رمز نه بدلیږي. د همدې له امله دا چلوونکي (Operators) ( مټا، فیسبوک، تیلګرام) که چیرې ستاسو استوونکو محتویاتو ته لاس ونلري، خو کولی شي په دې پوه شي چې تاسو د کومو کسانو سره اړیکې ټینګوئ. خبریالان د خپلې ډاټا (Datas) د ساتنې لپاره باید دغو وسایلو سره اشنا شي او دا امکان په لاس کې ولري چې په اسانۍ سره خپله ډاټا (Datas) د نورو زیاتو پیغامونو په منځ کې واستولی شي. باید په دې پوه شو چې دا وسایل ممکن نه دي چې په رمز باندې د بل شویو سوفټ ویرونو په اندازه د ابتدا څخه تر هدف (مقصد) پورې خو تاسو ته د خپلې ډاټا د ساتنې او حفاظت لپاره ددې امکان برابروي چې خپله ډاټا په لوړه کچه په ناپیژاندتوب کې پاتې کیدو سره وساتئ.

EP9 - که زه د ځورونې هدف یم، څه باید وکړم؟

خبریالان او فعالان کیدای شي د خپلو ځینو کارونو له امله د ګواښ لاندې راشي او غچ اخیستنې سره مخ شي. یو ددغو کړنلارو د هغوی چپولو (سکوت) ته اړ ایستل او داکسینگ doxing دی: بریدکوونکي کوم معلومات چې په ټولنیزو شبکو او مسلکي یا حرفوي ویب سایټونو کې خپریږي د خپل هدف پر وړاندې د هک، ناوړې استفادې یا افترا او سپګاوي لپاره ورڅخه کار اخلي. ډانکسینګ چې د انګلیسي Doxing: (ډاکس څخه اخیستل شوی) په انګلیسي کې dox: مخفف documents ) اسنادو په معنی دی( د پلټنې عمل او د شخصي اطلاعاتو عمومي خپرول یا د معلوماتو پیژندګلوي کوونکی په ځانګړي ډول هغه معلومات چې د افرادو د پیژندګلوئ سبب کیږي) د یو فرد یا یو سازمان په اړه دي چې په اینټرنیټ کې خپریږي.

خپلې نښې کنټرولول - EP8

دا برخه د ژورنالیستانو لپاره، او په ټوله کې د هر هغه چا لپاره چې د خپل شخصي حریم په ساتنه کې اندېښنه لري، ډېر مهم موضوع ته ځانګړې شوې ده:
په انلاین نړۍ کې د ډیجیټل نښو کنټرول. د "داکسینګ" ګواښونه، چیرته چې بریدګر له رسنیو او مسلکي ویب‌سایټونو څخه خپاره شوي معلومات کاروي ترڅو خپل هدف هک کړي، ناوړه ګټه ترې واخلي یا بدنامه کړي، په چټکۍ سره زیات شوي دي. له همدې امله، پوهېدل چې کوم شخصي معلومات انلاین لاسرسي وړ دي، دا معلومات زموږ په اړه څه افشا کوي، او د هغوی د حذفولو لپاره ګامونه پورته کول، که چیرته ممکن وي، خورا اړین دي.
د شخصي معلوماتو د حذف لپاره لینک
ټول پوډکاسټونه

څنګه کولی شو خپل ناشنايي آنلاین تضمین کړو؟ - EP7

په داسې نړۍ کې چې ورځ تر بلې زیات تړلی کېږي، د انلاین شخصي حریم ساتنه یوه لویه اندېښنه ګرځېدلې ده. که څه هم VPNونه د انټرنیټ ترافیک کوډ کوي او یو څه امنیت برابروي، خو دوی بشپړه ناشناس‌توب تضمینولای نشي. په حقیقت کې، هره اړیکه ځانګړې ډیجیټل نښې پرېږدي چې د کاروونکو د پېژندلو لپاره کارول کېدای شي. په دې برخه کې، موږ به د VPNونو محدودیتونه وڅېړو او د Tor براوزر وپیژنو، چې د انټرنیټ پرمخ په مؤثره توګه د ناشناس ګشت‌وگذار لپاره یو غوره حل دی.
د خپلې ډیجیټل اغیزې ارزونه
د TOR د ډاونلوډ لپاره لینک
ټول پوډکاسټونه

په آنلاین توګه د خپل امنیت غوره کول - پرمختللې خوندیتوبونه - EP6

وړیا VPN ترلاسه کړئ: Nothing2hide خپل VPN خدمتونه هغو خبریالانو، فعالانو او د بشري حقونو مدافعینو ته وړاندې کوي چې یو معتبر غوښتنلیک لري. د خپل غوښتنلیک د لیږلو لپاره، Cette adresse e-mail est protégée contre les robots spammeurs. Vous devez activer le JavaScript pour la visualiser. ته ایمیل وکړئ.
په دې برخه کې، موږ به ستاسو د انټرنیټي فعالیتونو د ساتنې اهمیت وڅېړو او دا چې یو VPN څنګه کولی شي تاسو سره په دې هدف کې مرسته وکړي. موږ به په انلاین ګشت‌وگذار پورې اړوند خطرونه، د VPNونو ګټې او زیانونه، او هغه احتیاطونه وڅېړو چې باید د یو معتبر خدمت وړاندې کوونکي په انتخاب کې په پام کې ونیسئ. که تاسو یو عادي کاروونکی یاست یا مسلکي، دا برخه به تاسو ته عملي لارښوونې درکړي تر څو په انټرنیټ کې په خوندي ډول ګشت‌وگذار وکړئ. له موږ سره پاتې شئ ترڅو زده کړئ چې څنګه کولی شئ خپل انلاین شخصي حریم وساتئ!
د باور وړ VPN‌ونو لست
 

په آنلاین توګه د خپل امنیت غوره کول، بنسټیزې خوندیتوبونه - EP5

په خوندي ډول د (HTTPS) پروتوکول ( Hypertext Transfer) د HTTP او SSL یو ترکیبي پروتوکول دی. هدف یې د رمزي خوندي اړیکو برابرول او د یو خوندي دلال په توګه د ویب پيژندل دي.
تاسو به حتمآ تراوسه د https اصلاح په هکله اوریدلي وي ایا پوهیږئ چې معنی یې څه ده؟
ایا پوهیږئ چئ د دغه اینټرنیټي * پروتوکول په پای کې د S د تورې زیاتول څه معنی ورکوي
ایا د هغې د جوړونکي په نوم یعنی د Safran شرکت دی؟
ایا په انګلیسي ژبه کې جمع نوم شته دی؟
ایا د Secure یا خوندیوب په معنی دی؟
د Duck Duck Go Privacy Essentials د نصبولو لپاره لینکونه
د لا پرمختګ لپاره، د Totem پلت‌فورم ته لاسرسی وکړئ.
آنلاین کورس ته لاسرسی ومومئ

چگونه از فیشینگ محافظت کنیم؟ - EP4

فشینګ (Phishing) څه شی دی؟ لاره وهوونکی یا مهاجم د ایمیل له لارې یوه هیله “طعمه” (لومه کې د نښلیدو لپاره) استوي. دا طعمه دا شخص هڅوي ترڅو خپله محرمه ډاټا خپره کړي.
پر کمپیوتر باندې د ویروس ضد د یو سوفټ ویر نصبول یو ښه مهم اقدام دی، خو همدارنګه دا هم مهمه ده چې د لینک ترلاسه کولو یا د ایمیل سره غوټه شوی فایل د ترلاسه کولو پر مهال چې د ایمیل، مسنجر، پیغام، سکایپ او د اړیکو نیولو د نورو وسایلو له لارې استول کیږي خپله لازمه هوښیاري وښيوو. ټولنیزې شبکې او د هغوی اړوند وسایل د ویروسونو د انتقال اصلي عامل ګڼل کیږي.
د ګوګل د فیشینګ ازموینې لینک
د لا پرمختګ لپاره، د Totem پلت‌فورم ته لاسرسی وکړئ.

اقدامات اساسی حفاظت - EP3

د کمپیوټریا ستاسو د ځیرک تیلیفون لپاره دا اړینه ده چې عملیاتي سیستم او خپل پروګرامونه په منظم ډول تازه یا اپډیټ کړئ. دا اقدام د مخربو سوفټ ویرونو د بریدونو مخنیوی کوی او ستاسو د دستګاه د امنیت د خوندیوب د پیاوړي کیدو سبب ګرځي. همداشان سوفټ ویرونو اپډیټ په پروګرامونو کې د ستونزویا نقص د مخنیوي سبب ګرځي، چې تازه کشف شوي دي. د همدې له امله دا اړینه او مهمه ده چې په منظم ډول خپل کمپیوټر او ځیرک تیلیفونونو پروګرامونه اپډیټ کړئ.
لینکونه او د تازه کولو لارښوونې
د Exodus Privacy لینک
د لا پرمختګ لپاره، د Totem پلت‌فورم ته لاسرسی وکړئ.
  • 1
  • 2

logo                                           

 

 

 

 

             2019-All right reserved-RFPI

Logo AJE

Les radios ukraineinnes:

Стильне Радіо Перець ФМ
Стильне радіо Перець ФМ - це найсвіжіша і заряджаюча позитивом музика на хвилях України, для активних молодих людей, що живуть ритмом сьогоднішнього дня. Тут ви не лише почуєте новітню музику і хіти останніх років, але і упізнаєте багато нової, цікавої інформації а якщо Ви вже вважаєте себе досить ерудованим у багатьох областях, то і прийняти участь в іграх-вікторинах, і можливо навіть виграти цінні призи.

 

                   atlantic

 Radio musicale que nous avons le plaisir d'entendre 

  régulièrement sur les fréquences 6070 et 9670 khz

RFPI1 logo

 

Accueil

 

Nos Podcasts

 

Nous Ecouter 

 

Nous Contacter

 

21 51 04 3c963d8e 8299 48c7 8f1e 6a75ac0c515b

club de la presse Bordeaux Radio For Peace International

Merci à nos diffuseurs:

 WRMI ShortwaveSpaceline Shortwaves2

Partenaires afghanistan:

partenaire afghan Women Like-Minded Social Association

We use cookies

Nous utilisons des cookies sur notre site web. Certains d’entre eux sont essentiels au fonctionnement du site et d’autres nous aident à améliorer ce site et l’expérience utilisateur (cookies traceurs). Vous pouvez décider vous-même si vous autorisez ou non ces cookies. Merci de noter que, si vous les rejetez, vous risquez de ne pas pouvoir utiliser l’ensemble des fonctionnalités du site.